CRI Online

د ښکلي ارجنټاين او ښکلي چين په نوم دوه مستند فلمونه په دواړو هېوادونو کې خپريږي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-29 10:23:05

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن عمومي مشر شن های شيونګ د ارجنټاين د دولتي راډيويي او تلويزيوني سټېشن له مشر ميګويل پيريرا سره اړوند همکاريز تړون لاسليک کړی

 د ارجنټاين د عامو خبري رسنيو د دولتي چارو سرمنشي هيرمان لومباردي د همکاريز تړون د لاسليکولو په مراسمو کې د وينا پر مهال 

د همکاريز تړون د لاسليکولو  په مراسمو کې ګډون کوونکي

د شلو هېوادونو ډلې د ارجنټاين د سرمشريزې غونډې څخه مخکې د ښکلي ارجنټاين او ښکلي چين په نوم دوه مستند فلمونه چې د چين او ارجنټايڼ د تلويزيوني پروګرامونو جوړوونکو لخوا په ګډه اخيستل شوي، د نومبر په نهه ويشتمه نېټه د دواړو هېوادونو د تلويزيونونو په وسيله په طلايي وخت کې خپريږي. د دواړو هېوادونو نندارچيان به د يادو مستند فلمونو د خپريدو له لارې يو د بل هېواد په زړه پورې ښکلا وګوري.

د نومبر په اته ويشتمه نېټه د ارجنټاين په پلازمينه بويس ايرس کې د يادو فلمونو خپرولو په مراسمو کې د دغه هېواد د عامو خبري رسنيو د دولتي چارو سرمنشي هيرمان لومباردي وويل چې دغه دوه مستند فلمونه د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزې غونډې ته د ډالۍ په توګه ګڼل کيږي. دغه مراسم په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زياتې همکارۍ يو پيل دی. هغه وويل چې د ارجنټاين خلک له دې سره علاقه لري چې چين څه ډول هېواد دی. د دواړو هېوادونو د فلم جوړوونکو تر منځ د همکارۍ او د مستندو فلمونو له لارې مو پيدا کړې چې دواړه خواوې زياتې ګډې ځانګړتياوې لري او دا د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ډېر اهميت لري.

چين او ارجنټاين له جغرافيايي لحاظه يو له بل سره ليري فاصيله لري. ياد دواړه مستند فلمونه د دواړو هېوادونو د تمدنونو تر منځ د تګ راتګ يو پول دی چې دغه ليري فاصله نژدې کوي.

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن عمومي مشر شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بېلا بېلو خواوو تر منځ د تمدنونو د تبادلو په هکله ښې نظريې څرګندې کړې چې خلک له مختلفو تمدنونو څخه هوښيارتيا او ګټې اخيستلی شي او تمدنونه خلکو ته د روحيې بنسټونه ورکوي او د انسانانو د ګډو ننګونو د حلولو لپاره ځواک برابروي. ښاغلي شن های شيونګ وويل چې د چين او ارجنټاين د خبري رسنيو غښتلو کارکوونکو د دغې نظريې له مخې دوه په زړه پورې مستند فلمونه جوړ کړي چې د دواړو هېوادونو خلک به د يو بل هېواد په هکله لا زيات مالومات تر لاسه کړي او يو د بل عنعنوي تاريخ او بېلا بېلو تمدنونو څخه خبر شي. شن های شيونګ وويل چې که په کره کې له ارجنټاين څخه يو سوری وکيندل شي، مخامخ ځای چين دی. انسانان ټول د ګردې کرې په کلي کې ګډ ژوند کوي، که څه هم يو له بل ځای څخه ليرې فاصله لري، خو نژدې اړيکې ساتي. که يوازی يو له بل سره تګ راتګ ټينګ کړي، ګډ پرمختګونه به وموندل شي. هغه هېله لري چې د دغو مستندو فلمونو له اخيستلو وروسته به د چين او ارجنټاين د خبري رسنيو تر منځ تګ راتګ او همکارۍ لا ټينګې شي او لا زيات کولتوري اثار به خپاره شي او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې به په هکله پاڼې ولېکل شي.

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن او د ارجنټاين راډيو او تلويزيون په يادو مراسمو کې همکاريز چوکاټي تړون لاسليک کړ.

په ارجنټاين کې د چين لوی سفير يانګ وان مينګ، په چين کې د ارجنټاين لوی سفير ديګو ګويلار او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو د استازو په شمول څه دپاسه يوسل پنځوس تنو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

د مالوماتو له مخې د ښکلي ارجنټاين په نوم فلم کې چې د څلورو دورو او سلو دقيقو محتويات لري، په فعاله توګه د دغه هېواد تاريخي دودونه او د عصري زمانې د پرمختګ، د طبيعي منظرو او د کولتوري ځايونو د ګډولو ځانګړې بڼې ښودل کېږي. د ښکلي چين په نوم فلم چې د دوو دورو او يو سل شلو دقيقو محتويات لري، د ارجنټاينيانو په سترګو کې د چين د ښارونو د چټکې پرمختيا او فېشنالې سمسورتيا او د دغه هېواد په جنوب لويديځ کې د طبيعي منظرو او رنګارنګ کولتورونه هم څرګندېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای