CRI Online

د افغانستان مسئلې په اړه نړيواله غونډه په جنوا کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-11-29 14:29:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه نړيواله غونډه چې د م م او افغان حکومت لخوا په ګډه ترتيب شوې وه، د نومبر له ۲۷مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په جنوا کې د م م په نماينده ګۍ کې تر سره شوه. له ۶۱هېوادونو او ۳۵ نړيوالو سازمانونو څخه راغلو استازو په دغه غونډه کې د افغانستان له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له اوسني فرصت څخه دې استفاده وکړي او ژر تر ژره دې سوله ييزې خبرې اترې پيل کړي.

تر دغې غونډې وروسته يوه ابلاغيه خپره شوه. برخه والو استازيو په دغه ابلاغيه کې پر دې ټينګار وکړ چې سوله د افغانستان لخوا د راتلونکي پرمختګ مختلفو موخو ته د رسېدو لپاره مخکنی شرط او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لايحه د زور زياتي د پای ته رسېدو او د سولې د تر سره کېدو لازمه لار ده. د افغانستان سوله ييزې خبرې اترې بايد د دغه هېواد ملي حاکميت ته د درناوي او د خاورې تماميت د ساتلو پر بنسټ د افغانانو لخوا پخپله لارښوونه وشي او پکې دې بېلا بېلې سياسي ډلې ګډون وکړي او د رنګا رنګو نظرونو اورېدو زغم دې وساتي.

په دغه ابلاغيه کې ويل شوي چې افغان حکومت د سږ کال په پيل کې له طالبانو سره د بې شرطه سوله ييزو خبرو اترو د تر سره کولو په اړه خپل صميميت ښودلی و. دغه دريځ په افغانستان کې د وسله والو نښتو د پای ته رسېدو او د سولې د تر سره کېدو لپاره فرصت برابر کړی دی. مختلفې خواوې او نړيواله ټولنه بايد پر دې بنسټ خپلې موافقې پراخې او زياتې کړي، همکارۍ دې پياوړې کړي او په ګډه دې دغه سوله ييز بهير پرمخ بوزي.

افغان ولسمشر اشراف غني په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې هغه يوه ځانګړې ډله جوړه کړې څو چې د حکومت او طالبانو ترمنځ سياسي ديالوګ پرمخ بوزي او سوله ييز تړون لاسليک کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای