CRI Online

چين او هسپانيه به خپلمنځي اړيکې لاټينګې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-29 21:15:56

د چين او هسپانيې د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۵ مې کاليزې په درشل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له ۲۷ مې تر ۲۹ مې نېټې پورې د هسپانيې د پاچا فيليپ شپږم په بلنه له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه. دواړو خواوو د نوې زمانې لپاره د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه او يو لړ همکاريز تړونونه يې لاسليک کړل چې له امله به يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختيايي فضا لا پسې پراخه شي.

رئيس شي جين پينګ د دغې رسمي ليدنې په موده کې له پاچا فيليپ شپږم سره خبرې اترې وکړې، د هسپانيې د مشرانو او استازو جرګو غړو ته يې وينا وکړه او د هسپانيې د مادريد ښاروال نوموړي ته ګولډن کيلي ورکړه، چې دا په لوېديځو هيوادونو کې مېلمنو ته د درناوي او هرکلي مانا لري. دواړو خواوو د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او په ډېرو موضوعاتو يې ګډ نظرونه وړاندې کړل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د ژورتيا ښکارندويي کوي.

شي جين پينګ له فيليپ شپږم سره د ليدنې پر مهال په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تاريخ تر هربل وخت ښې دي، هغه د دغو اړيکو پر راتلونکي پوره باور لري. د هسپانيې د مشرانو جرګې رئيس يسکوديرو وويل، چې چين د هسپانيې تر ټولو ښه ملګری دی، د دواړو هېوادونو اړيکې د تاريخ تر ټولو ښه وخت ته داخلې شوې دي. دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې چې ۱۳ کاله دمخه ټينګې شوي، لالوړې کړي او پدې اړه يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

د چين او هسپانيې د يادو اړيکو له جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تګ راتګ ډېر زيات شوی. په ۲۰۱۷ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيز سوداګريز ارزښت له ۳۰ مليارډو ډالرو څخه اوښتی و.

د هسپانيې صدراعظم سانچيز وويل، چې په يوه داسې زمانه کې چې له بدلونونو څخه ډکه ده، هسپانيه اسيا ته ډېره توجه کوي په تېره بيا چين ته. دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې خپلمنځي اقتصادي، سوداګريزې او پانګيزې همکارۍ به پياوړې کړي او د تصديو ترمنځ د تګ راتګ د زياتېدو لپاره به زمينه برابره کړي.

په ګډه د يو کمربند او يوې لارې جوړول د يادو دواړو هېوادونو د همکاريو مهمه برخه ده. دوه زره کاله وړاندې د ورېښمو لرغونې لارې د چين لرغونی چانګ ان ښار او د هسپانيې تاراګونا سره نښلول، نن د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو سره د دواړو خواوو اړيکې لا ژورې او پراخې شوې دي. سږکال د يي وو ـــ شينجيانګ ـــ مادريد رېلوې د پرانيستلو له څلورمې کاليزې سره برابر دی، دغه رېلوې د دواړو هېوادونو او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته زيات توليدي توکي برابروي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړېدو په برخه کې د دواړو خواوو د همکارۍ يوه نمونه ګرځيدلې ده.

سږکال د چين او اروپا ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو له ۱۵ مې کاليزې سره برابر دی. شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين د اروپا له يووالي څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې اروپا لا يو موټې ، ثابته، پرانيستې او سمسوره شي. چين او هسپانيه د ګڼ شمېر نړيوالو چارو په اړه مشابه دريځونه لري، له څواړخيزم او د اسيا او اروپا د همکارۍ له پياوړتيا څخه په ټينګه ملاتړ کوي، نو په دې اساس دواړه هېوادونه دې د نړيوال نظام د ساتلو او د نړيوالې ادارې د هڅولو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ او متقابل ملاتړ پياوړی کړي .

د دغې ليدنې پر مهال د مادريد ښاروال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته ګولډن يا د سرو زرو کيلي ورکړه او ويې ويل، دا ګولډن کيلي د چين او هسپانيې چې تاريخي، کلتوري، سياسي او ټولنيزې بڼې يې يوله بل سره ډېر توپير لري، د سياسي اعتماد، درناوي، پوهاوي، متقابلو زده کړو او ګډو ګټو او د اړيکو د سالم پرمختګ د دروازې پرانېستلو لپاره ده او د دغې کيلۍ په وسيله به دواړه هېوادونه ګډه سمسورتيا او ګډه وده ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای