CRI Online

د شي جين پينګ په خوښه د اصطلاحاتو په نامه ويډيويي پروګرامونه چې په هسپانوي ژبه ترجمه شوي، په ټوله نړۍ کې خپرېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-30 10:35:02

له دې څخه مخکې چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له ارجنټاين څخه به ليدنه وکړي، د شي جين پينګ په خوښه د اصطلاحاتو په نامه ويډيويي پروګرامونه چې په هسپانوي ژبه ترجمه شوي، د نومبر له ۲۹مې نيټې څخه د ټولې نړۍ د هسپانوي ژبې ويوونکو هېوادونو کې په همدې وخت کې خپاره شول. په همدې ورځ د دغو پروګرامونو د خپرولو مراسم د ارجنټاين په پلازمينه بوينس يرس کې تر سره شول.

د چين د مډيا ګروپ او د ارجنټاين راډيو او تلويزيون د نومبر په اته ويشتمه نېټه د دغو ويډيويي پروګرامونو د تبليغولو فعاليت تر سره کړ. دغه خپرونې به د ارجنټاين او هسپانيا په شمول د هسپانوي ژبې ويوونکو هېوادونو په عمده خبري رسنيو کې خپرېږي، دغه راز د ارجنټاين د سياسي او اقتصادي مسئلو د څيړنې مرکز په ګډون په هسپانوي ژبه د فکري ارګانونو په ويبپاڼو کې هم خپرېږي. د چين د مډيا ګروپ تر لاندې به په هسپانوي ژبه د تلويزيونونو، راډيوګانو او ټولنيزو رسنيو په وسيله هم خپرېږي.

دغه ويډيويي خپرونې چې د شپږو دورو محتويات لري، مخکې په انګريزي، جاپاني او کوريايي ژبو ترجمه او خپرې شوې چې کتوونکو پراخې پاملرنې او مثبتې ارزونې تر لاسه کړې دي.

د دغو ويډيويي خپرونو د جوړونکو د مالوماتو له مخې، په دغو خپرونو کې په جدې توګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ويناوو، مقالو او خبرو کې ويل او ليکل شوي مشهور لرغوني چينايي اصطلاحات ياد شوي چې د چين د غښتلو عنعنوي کولتورونو په هکله د شي جين پينګ پيژندنې او ورڅخه د هېواد د ادارې لپاره سياسي هوښيارتيا او نظريې څرګنديږي. د بېلګي په توګه شي جين پينګ هغه مشهور اصطلاح ويلی چې د اخلاقو او اصولو له مخې د يو هېواد سياسي چارې تر سره کول لکه په اسمان کې د پولاريس په شان دی چې ټول ستوري به د دې ستوري په شاو خوا وګرځي. دغه مشهوره جمله د دوه زره پنځه سوو کلونو مخکې د ژو نظريې د جوړونکي کنفوسيوس لخوا ويل شوې. شي جين پينګ دغه لرغونې جمله ويلې او دا مانا څرګندوي چې چينايي مامورين بايد د اخلاقو په اتکا د خلکو باور تر لاسه کړي او ګډې نظريې راغونډې کړي.

د چين د پنځه زره کلن تمدن په تاريخ کې د انسانانو او طبيعت، د کورنيو او هېواد، د اخلاقو او قوانينو په شمول برخو کې د چينايانو ژورې څارنې او فکرونه ځای لري. نو د چين دولت رئيس شي جين پينګ چې د چينايي تمدنونو په هکله ډېر مالومات لري، هميشه دغه مشهور چينايي لرغوني اصطلاحات وايي. د چين د مډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په همدې ورځ د يادو خپرونو خپرولو په مراسمو کې وويل چې دغه خپرونې د هسپانوي ژبې ويوونکو ته د رئيس شي جين پينګ جذابيت د کتلو يوه کړکۍ خلاصوي تر څو دا وپيژني چې رئيس شي جين پينګ څنګه چين اباد کړی چې په نړۍ کې له يو ډېر لوی پرمختيايي هېواد څخه په بريالۍ توګه په نوې زمانه کې د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چيني خوب د عملي کولو په لور پرمختګ مومي.

د امريکا د خپرونې ګروپ شرکت جوړونکي جوسي لويس مانزانو وويل چې د ارجنټاين او چين خلک دواړه کورنيو ته په درنه سترګه ګوري. په دغو خپرونو کې يوه برخه د کورني سبک په اړه ده چې زه له دې څخه دا احساسوم چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستۍ ټينګې دي او کولتورونه نژدې دي. هغه وويل چې دغه ويډيويي خپرونې د چيني کولتور د پېژندلو لپاره يو ډېر ښه فرصت دی. په دغو خپرونو کې رئيس شي جين پينګ په خپله د انسانانو ټولنې او چيني ټولنې ته د چين د عنعنوي نظريو د اغيزو په هکله مالومات ورکوي. د چين تاريخي نظريې او کولتور د عصري ټولنې لپاره لا هم د لارښوونې اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای