CRI Online

د چين او پاکستان هوايي ځواکونه به اووم ګډپوځي تمرينونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-30 10:48:40

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين مطبوعاتي وياند ژون ګوو چيانګ د نومبر په ۲۹مه نېټه د چين د دفاع وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د چين او پاکستان هوايي پوځيان به د نومبر له دېرشمې نيټې څخه د دسمبر تر ۲۳مې نيټې پورې په پاکستان کې د شاهين Ⅶ په نوم اووم ګډ پوځي تمرينونه تر سره کړي او د چين د ښکاري الوتکې،جنګي بم غورځوونکې الوتکې او خبرداري ورکوونکې الوتکې په شمول څو ډوله الوتکې به په يادو تمرينونو کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دغه تمرينونه د دواړو هېوادونو ټاکلي ترتيبات دي او د چين او پاکستان د هوايي پوځيانو ترمنځ د تبادلې روزنيز فعاليت هم دی .د دغو تمرينونو تر سره کېدنه د دواړو هېوادونو د هوايي پوځيانو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د لاژورتيا او د جنګي توان د پياوړتيا او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټوره ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای