CRI Online

نوښت د هېواد د پرمختګ مهم خوځنده ځواک ګرځيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-30 17:10:05

د اصلاح او ورخلاصون پاليسۍ د تطبيق له ۴۰ کلونو راهيسې، علمي تکنالوژۍ د چين په پرمختګ کې مهم رول لوبولی، نوښت د هېواد د پرمختګ مهم خوځنده ځواک ګرځيدلی دی.

چين د تيان ګونګ د فضايي لابراتورونو لړۍ، د سمندر په تل کې د جياو لونګ په نامه د انسان وړونکي اوبتل، د کرې په شکل د نړۍ د لومړی لوی نجومي دوربين (فاست)، ګړنديو اورګډيو، پخپله طرحه او جوړې کړې لويې الوتکې د لومړۍ الوتنې په شمول زيات د پام وړ برياليبتونه تر لاسه کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې د چين په اقتصادي پرمختګ کې د علمي تکنالوژۍ د خدمت انډول ۵۷.۵٪ ته رسيدو، د اختراعاتو د انحصاري حقونو غوښتنليکونو شمېر يې ۱ مليونه او ۳۸۲ زرو ته رسيده چې په مسلسلو ۷ کالونو کې يې په نړۍ کې لومړی مقام ټينګ کړی دی.

د سمندر په تل کې د جياو لونګ په نامه د انسان وړونکی اوبتل

فاست

د چين پخپله طرحه او جوړه کړې لويه الوتکه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای