CRI Online

شي جين پينګ او ډونالډ ټرمپ د چين او امريکا د مشرانو کتنه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-02 12:56:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د دسمبر د لومړۍ نېټې په پنځو بجو دېرشو دقيقو د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ارجنټاين په پلازمينه بيوينس ايرس کې ماښامنۍ مېلمستيا وکړه او کتنه وکړه.

د کتنې په پيل کې رئيس شي جين پينګ وويل چې ډېره خوشحاله يم چې له ولسمشر سره يو ځل بيا کتنه کوم. د تېر ځل له کتنې څخه راپدې خوا په نړيوالو حالاتو کې زيات نوي بدلونونه رامنځته شوي دي. چين او امريکا د دواړو لويو هېوادونو په توګه نړۍ ته مهمې اغيزې رسوي او د نړيوالې سولې او سمسورتيا د هڅونې په برخه کې ګډې مهمې دندې لري چې همکارۍ د دواړو خواوو لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده. زه غواړم چې په دې ماښام کې د ګډو علاقې وړ مسئلو په هکله له تاسو سره د نظريو تبادله وکړم او په راتلونکي پړاو کې د چين او امريکا تر منځ اړيکې پلان کړو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای