CRI Online

شي جين پينګ د فرانسي له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-02 12:57:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بيوينس ايرس کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې اوسمهال د چين او فرانسې تر منځ اړيکې د لوړې سويې په ساتلو سره په ثابته توګه ټينګې شوې چې تمايل يې د خوښۍ وړ دی. راتلونکی کال د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د جوړيدو له ۵۵مې کاليزې سره برابر دی، چين غواړي له فرانسې سره يو ځای د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت هڅونه وکړي.

رئيس شي جين پينګ وويل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختيا د تمايل ساتلو لپاره بايد د دواړو خواوو تر منځ مشرتابه تګ راتګ پياوړی شي او په بېلا بېلو کچو د دوه اړخيزو خبرو اترو ميکانيزم جوړ شي، واقعي همکارۍ دې پياوړې شي او ذات البيني سوداګرۍ او پانګونې دې پراخې شي. موږ بايد پر څو اړخيزم ټينګار وکړو او د اقليمي بدلون، د سوداګريز نړيوال سازمان د اصلاحاتو او د ايران د ذروي مسئلې په شمول د مهمو نړيوالو مسئلو په هکله سره بحثونه وکړو او د واقعي فعاليتونو په وسيله د م م د منشور د هدفونو او اصولو په مشرۍ د څو اړخيزم د نړيوال ميکانيزم او د ازادې سوداګرۍ او د څو اړخيزې سوداګرۍ ميکانيزمونه وساتو. پرون د اقليمي بدلون په هکله د چين، فرانسې او م م تر منځ د کوچني چوکاټ په غونډه کې ښې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. چين غواړي د شلو هېوادونو ډلې په چوکاټ کې له فرانسې سره همکارۍ ټينګې کړي.

ماکرون وويل چې فرانسه پر څو اړخيزم ټينګار کوي او غواړي چې د مهمو نړيوالو مسئلو په هکله له چين سره يو د بل ملاتړ وکړي، د څو اړخيزو ازادې سوداګرۍ ميکانيزم وساتي، د اقليمي بدلون په هکله د پاريس تړون د مراعات کولو او عملي کولو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅونه وکړي او د اروپا او چين تر منځ اړيکې پرمخبوزي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای