CRI Online

شي جين پينګ د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکيل سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-02 12:57:35

د سين هوااژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بيوينس ايرس کې د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکيل سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې د چين او جرمني تر منځ اړيکې د ښې پرمختيا په تمايل کې دی او د دواړو هېوادونو مشرتابه تګ راتګ ټينګ دی. دواړه هېوادونه د هراړخيزو ستراتژيکو ملګرو په توګه په څو اړخيزو څانګو او په نړيوالو چارو کې نژدې همکارۍ لري. موږ غواړو له جرمني سره نژدې همکارۍ وکړو او په ګډه د څو اړخيزم او د پرانستي نړيوال اقتصاد د ساتلو، د نړيوالې سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړو.

شي جين پينګ وويل چې چين او جرمني بايد د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر اصولو ټينګار وکړي. چين د ورخلاصون اندازه پراخوي او د روان کال راهيسې د بازاري خلاصون لپاره يې يو لړ نوي تدابير اعلان کړي دي. ما دېته پام کړی دی چې د جرمني زيات شمېر تصدی په بېلا بېلو ساحو کې د چين له نويو ازادو تګلارو څخه لومړی ګټونکی هېواد دی اخيستلې دې.چين د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې جرمني د خپل مهم همکار په توګه بولي او غواړي د اسيا او اروپا تر منځ د تګ راتګ هڅونې لپاره له جرمني سره په ګډه کوښښ وکړي. چين او جرمني د عمده اقتصادي هېوادونو او لويو سوداګريزو هېوادونو په توګه بايد په ګډه د ازاده سوداګري وساتي او د سوداګرۍ د ساتنې له غوښتنې سره مخالفت وکړي. موږ غواړو د م م په مشرۍ د نړيوال سيستم وساتو او له بېلا بېلو نړيوالو ننوګو سره مقابله وکړو.

انګيلا ميرکيل وويل چې د جرمني او چين تر منځ اړيکې ښې دې او د دواړو هېوادونو مشرتابه تګ راتګ ساتل شوی دی او په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ ټينګې شوې دی. ډېره خوشحاله يم چې د جرمني تصدۍ د چين د ورخلاصون له تګلارو څخه ګټې اخلي. جرمني غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره واقعي همکارۍ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای