د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د دسمبر په لومړې نېټه وويل چې د چين او امريکا مشرانو په همدې ورځ په بوينس ايرس کې کتنه وکړه او په کتنه کې يې له دې سره موافقه وکړه چې د چين او امريکا تر منځ اړيکې بايد په ښه توګه رواندې وي او هرومرو به داسی وي. دواړو خواوو د همغږۍ، همکارۍ او ثابتوالي پر بنسټ د دوه اړخيزو اړيکو د جوړولو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |