د سين هوااژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر د لومړې نيټې په ماښام د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ارجنټاين په پلازمينه بوينس ايرس کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. له کتنې وروسته د چين د اقتصادي او تجارتي ډلې اړوند چارواکي وويل چې د دواړو هېوادونو مشرانو د چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي مسئلو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې.
د دواړو هېوادونو مشرانو په وروستې موده کې د دواړو اقتصادي او تجارتي ډلو تر منځ د فعالو او اغيزمنو سلامشورو لوړه ستاينه وکړه او دا نظر يې څرګند کړ چې د دواړو هېوادونو ثابتې او سالمې اقتصادي او تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو او د ټولې نړۍ له ګډو ګټو سره سمون لري.
دواړو خواوو پريکړه وکړه چې د ګمرکي مالياتو د زياتوالي په شمول د تجارتي محدوديت د سختوالي مخه ونيسي. دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې يو د بل د احترامولو او په مساوي توګه د ګډو ګټو تر لاسه کولو د روحيې له مخې سمدلاسه ګډې پاملرنې وړ مسئلې حل کړي. چين به د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د غوښتنو له مخې د اصلاحاتو او ورخلاصون د ټينګښت تګلاره غوره کړي. په دې بهير کې د امريکا تر پاملرنې لاندې د اقتصاد او تجارت مسئلې به حل شي، دغه راز امريکا به په فعاله توګه د چين تر پاملرنې لاندې اقتصادي او تجارتي مسئلې کړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د دواړو خواوو اقتصادي او تجارتي ډلو ته هدائيت ورکړی چې سلامشورې پياوړې کړي او ګډو نظريو ته ورسېږي چې د روان کال راهيسي زيات شوي ګمرکي ماليات لغوه شي او د دواړو خواوو تر منځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو د بيا اعادې کېدلو هڅونه وشي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |