CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-02 16:21:50

د سين هوااژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر د لومړۍ نيټې په ماښام د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بيوينس ايرس کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ماښامنۍ ميلمستيا کې ګډون او کتنه تر سره کړه. دواړو مشرانو په دوستانه او د صميميت څخه په ډک چاپيريال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه او ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي. دواړو مشرانو له دې سره موافقه وکړه چې د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ همکارۍ پراخې کړي، يو د متقابل درناوي پر اساس توپيرونه کنټرول کړي او په ګډه د همغږۍ، همکارۍ او ثابتوالي پر بنسټ دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.

رئيس شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل چې چين او امريکا د نړيوالې سولې او سمسورتيا د ابادۍ په برخه کې مهمې دندې لري، د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده. همکارۍ د دواړو خواوو لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده. دواړه خواوې بايد د ذات البيني اړيکو د پرمختګ عمومي لوری ونيسي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د دايمې سالمې او ثابتې پرمختيا هڅونه وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ډونالډ ټرمپ د دواړو هېوادونو د اړيکو په هکله د رئيس شي جين پينګ د ارزونې ستاينه وکړه. هغه وويل چې د امريکا او چين اړيکې ځانګړې او مهمې دې. موږ دواړه په نړۍ کې مهمې اغيزې لرو او د دواړو خواوو تر منځ ښې همکاريزې اړيکې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټورې دي. امريکا غواړي د سلامشورو له لارې دوه اړخيزې همکارۍ ټينګې کړي، همدارنګه د دواړو خواوو تر منځ د توپيرونو حلولو او د ګټورو لارو چارو موندلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

دواړو مشرانو له دې سره موافقه وکړه چې له بېلا بېلو لارو دوه اړخيز تګ راتګ ټينګ کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختيا لوري لارښوونه وکړي. دواړه خواوې به په مساعد وخت کې يو له بل سره کتنه وکړي. دواړو خواوو په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزو خبرو اترو او همکارۍ، د ښوونيز او کولتوري تګ راتګ له پياوړتيا سره موافقه وکړه. د اقتصادي او تجارتي مسئلو په هکله شي جين پينګ وويل چې چين او امريکا په نړۍ کې د دواړو لويو اقتصادونو په هکله نژدی تګ راتګ کړی او کوي يې. په اقتصادي او تجارتي ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ توپيرونه عادي دي چې بايد يو د متقابل درناوي او د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ اداره شي چې د دواړو خواوو لخوا منل شوې لارې چارې پيدا شي.

شي جين پينګ د تايوان مسئلې په هکله د چين اصول او دريځ څرګند کړ. امريکا څرګنده کړه چې د دغه هېواد حکومت به د يو چين د پيژندلو پر تګلارې ټينګار وکړي.

دواړو مشرانو د کوريا ټاپووزمې مسئلې په هکله د مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په ګډون د نظريو تبادله وکړه. د دواړو مشرانو په اند دغه کتنه ډېره بريالۍ وه او دوی به يو له بل سره نژدې اړيکې وساتي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای