د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په لومړۍ نيټه خبري رسنيو ته وويل چې هغه ښايي د راتلونکي کال په جنوري يا فبروري کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره بيا ملاقات وکړي.
سپينې ماڼې د دسمبر په دوهمه نېټه خبر ور کړ چې ټرمپ د روانې مياشتې د لومړۍ نيټې په شپه له ارجنټاين څخه د امريکا په لور د حرکت پرمهال خبري رسنيو ته ويلي چې له کيم جونګ اون سره ښې اړيکې لري او په دې اند دی چې دوی ښايي د راتلونکي کال په جنوري يا فبروري کې يو له بل سره ملاقات وکړي، خو د دې ملاقات ځای لاهم نه دی ټاکل شوی او درې احتمالي ځايونه تر غور لاندې نيول کيږي.هغه زياته کړه چې په نژدې راتلونکې کې به امريکا ته د سفر لپاره کيم جونګ اون ته بلنه ور کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |