د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اقليمي بدلون په اړه د م م نوې غونډه د دسمبر په دوهمه نېټه د پولنډ په کاتويس ښار کې پرانيستل شوه. ټاکل شوې چې ياده غونډه به دوه اوونۍ دوام ولري او نږدې د دوو سوو هېوادونو استازي به پکې د پاريس تړون د تطبيق د مشخصو مالوماتو په اړه خبرې اترې وکړي. دا د دې غونډې يوه مهمه موخه ده.
د دې غونډې په موده کې به د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۴مه ناسته، د توکيو پروتوکول د لاسليکوونکو ۱۴مه ناسته، د پاريس تړون د لاسليکوونکو د لومړۍ غونډې د درېيمې مرحلې ناستې په شمول څو غونډې ترسره شي. د م م د دې غونډې نوبتي رئيس او د پولنډ د چاپېريال ساتنې مرستيال وزير ميشل کورتيکا وويل، اړوندې خواوې بايد په راتلونکو دوو اوونيو کې خپل نوښت او انعطاف څرګند کړي، مناسب وخت دې وکاروي او ټاکلې موخه دې عملي کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |