د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريسټين لاګارډ د دسمبر په لومړۍ نېټه د شلو صنعتي هېوادونو د بوينوس ايريس له سرمشريزې غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ورو شوی، د شلو هېوادونو تر منځ همکاري ډېر مهم اهميت لري.
په دغه اعلاميه کې هغې ويلي چې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ورو شوی، د نويو رامنځته شويو اقتصادي ټولنو پر وړاندې دروند فشار او د پيچلو سوداګريزو حالاتو په سبب رامنځته شويو ناوړو اغېزو ژورې ريښې کړې دي. د ټولو نړيوالو اقتصادي ټولنو، نړيوال اقتصاد او د نړۍ د بېلا بېلو وګړو لپاره د سمو پاليسو غوره کول ډېر مهم دي. د سوداګرۍ کړکيچنو حالاتو ښه والی، د ګمرکي تعرفو کموالی او د اصولو پر بنسټ د څو اړخيز سوداګريز سيستم ښه والی تر نورو ډېر لازم او مهم دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |