CRI Online

که د بريټانيا د پارلمان غړي له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په هکله د تړون مسوده رد کړي،ښايي په دې اړه بله ټولپوښتنه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-03 11:35:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بريټانيا د چاپيريال وزير ماچيل ګوف د دسمبر په دوهمه نېټه د بي بي سي په يوه پروګرام کې خبرداری ور کړی چې که د پارلمان غړي له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله د بريټانوي حکومت او اروپايي ټولنې له خوا د لاسليک شوي تړون مسوده تائيد نه کړي،ښايي په بريټانيا کې بله ټولپوښتنه تر سره شي.

ګوف په دې پروګرام کې ويلي چې که څه هم ياده مسوده بشپړه نه ده، خو که د پارلمان غړي د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د رايې ورکونې له لارې دغه مسوده رد کړي، بريټانويان له تړون پرته له يادې ټولنې څخه له وتلو سره مخ شي.هغه زياته کړه چې دا يو اسانه کار نه دی چې دغه مسوده د پارلمان غړو له خوا تائيد شي،خو هغه دا هم وويل چې که څه هم د محافظه کار ګوند په دننه کې ځيني د مخالفت اوازونه پورته کيږي، خو د نومبر په يوولسمه نېټه به په پارلمان کې د دې تړون مسودې په هکله رايه ورکونه تر سره شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای