CRI Online

د چين او ارجنټاين مشرانو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-03 15:34:24

پر ځايي وخت د دسمبر په دوهمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ارجنټاين ولسمشر ماريسيو ماکري په بيونس ايرس کې خبرې اترې وکړې.دواړو مشرانو موافقه وکړه چې له لاپراخ ليد سره د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ نقشه جوړه کړي او د چين او ارجنټاين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د نوې زمانې رامنځته کولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.(اواز ۱)

د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د ارجنټاين ولسمشر ماريسيو ماکري د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رئيس شي جين پينګ د ښه راغلاست لپاره لوی مراسم ترسره کړل. د آسونو ټيم د ساتونکو په بدرګه ، رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان په موټر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړل.

د چين او ارجنټاين مشرانو د همدې ورځې په خبرو اترو کې يو لړ مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړلې او په ګډه يې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ګډ عملياتي پلان

( ۲۰۲۳-۲۰۱۹) او د يو شمېر څو اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ .دواړو خواوو هم د چين او ارجنټاين ګډه اعلاميه خپره کړه.تر خبرو اترو وروسته رئيس شي جين پينګ رسنيو ته داسې وويل: د چين او ارجنټاين ترمنځ اړيکو د دايمي پرمختګ لپاره موږ پرېکړه کړې چې له لاپراخ ليد سره د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ نقشه جوړه کړو او د چين او ارجنټاين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د نوې زمانې رامنځته کولو لپاره ګډ کوښښ وکړو.موږ موافقه کړې چې د يو بل د پرمختګ لارې د خپلواک انتخاب او د يو بل اصلي ګټو او اندېښنو ملاتړ وکړو. موږ به د راتلونکو پنځو کلونو په اوږدو کې د دواړو حکومتونو ګډ عملياتي پلان پر اصل د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې خپلمنځي تماسونه او همکارۍ پياوړې کړو څو دوه اړخيز سوداګريز انډول په ثابت او برابر ډول زيات شي.

شي جين پينګ په خبرو اترو کې وويل چې له روان کال راهيسې د ارجنټاين اقتصادي او پولي وضعيت ناثابت شوی دی.چين له عملي ګامونو سره د مالي ثبات ساتلو لپاره د ارجنټاين د هڅو ملاتړ کوي، د ارجنټاين د پرمختګ د راتلونکي په اړه پوره باور لري او د چين او ارجنټاين ترمنځ د همکارۍ لپاره تمه لري.چين غواړي چې له ارجنټاين څخه د غوره کيفيت لرونکي محصولاتو او خدمتونو واردات پراخ کړي او دوه اړخيزو سوداګريزو اسانتياوو ته وده ورکړي.چين د ارجنټاين د انرژۍ د تنوع ستراتيژي ملاتړ کوي او غواړي چې له ارجنټاين سره د انرژۍ په برخه کې سترې پروژې پلې کړي. چين غواړي په فعاله توګه د ارجنټاين د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو او د خلکو د معيشت په پروژو کې ګډون وکړي او د ارجنټاين او جنوبي امريکا ترمنځ د اړيکو پراختيا ته وده ورکړي.

شي جين پينګ وويل چې چين او ارجنټاين اغېزمن پرمختيايي او نوي بازاري هېوادونه دي چې بايد د څواړخيزم او د لاپرانيستي نړيوال اقتصاد ملاتړ وکړي.چين غواړي له ارجنټاين سره په څواړخيز ميکانيزم کې همغږي او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي څو د اقتصاد نړيوال کېدل لازياتو پرمختيايي هېوادونو ته ګټې ورسوي او د انساني برخليک ګډې ټولنې د جوړولو لپاره يو ځای کار وکړي.

ماريسيو ماکري په خبرو اترو کې د چين د اوږدې مودې مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ارجنټاين به تل له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښ وکړي او غواړي د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای