د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د دسمبر په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هر کلی وکړ چې د G20 مشرانو په ۱۳مه سرمشريزه غونډه کې ټول ګډونوال د څواړخيزم، دوامدار پرمختګ او اقليمي بدلون په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
ګوټريس په دغه اعلاميه کې ويلي، د شلو صنعتي هېوادونو ډلې مشرانو د بوينس ايرس سرمشريزې غونډې په اعلاميه کې راغلي، د G20 مشران د څواړخيزم له لارې د تجارتي مسئلې د چلولو او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاح کولو په ارزښت پوهېدلي او په دغه سرمشريزه غونډه کې يې د مقرراتو پر بنسټ د نړيوال نظام د مراعات ژمنه بيا تکرار کړې ده. په دې اعلاميه کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوامدار پرمختګ له اجنډا څخه ملاتړ او د ټولو سياسي وسيلو له لارې د قوي، دوامدار، مساوي او جامعه پرمختګ د عملي کولو ژمنه يې بيا تازه کړې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |