CRI Online

پنګ لي يوان د پاناما د ولسمشر له مېرمن سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-04 10:37:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د توبر کلوز او ايډز د وقايې او معالجې په هکله د م م ځانګړې استازې پنګ لي يوان د دسمبر په درېيمه نېټه په پاناما کې د دغه هېواد د ولسمشر له مېرمن لورينا کاستيلوګراسيا سره وکتل او د ايډز د وقايې او معالجې په تبليغاتي فعاليت کې يې ګډون وکړ.

په دې فغاليت کې پينګ لي يوان وويل، د چين حکومت د ايډز ناروغۍ وقايوي کارونو او معالجې او په دې ناروغۍ اخته ناروغانو سره مرسته کولو ته زيات اهميت ورکوي او په دې برخه کې يې ستر کوښښونه کړي او مهم برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. پاناما هم په دې ساحه کې ډېر زيات خدمتونه برابر کړي او چين د پاناما د کوښښونو لوړه ستاينه کوي. چين د ښځو او ماشومانو چارو ته تل په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې له پاناما سره يو ځای په دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ کې د ښځو او ماشومانو چارو د پرمخبيولو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.

مېرمن واريلا د ايډز ناروغۍ د وقايې او معالجې او د ښځو او ماشومانو د ساتنې لپاره د چين حکومت لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه او و يې ويل، هيله لرم چې په يادو ساحو کې د لا زياتو برياليتوبونو د لاس ته راوړلو لپاره له چين سره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای