د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د دسمبر په درېيمه نېټه خبري رسنيو ته وويل، پاکستان هيله لري چې د افغانستان په سوله ييزو خبرو اترو کې د طالبانو د ګډون کولو لپاره منځګړيتوب وکړي.
د پاکستان خبري رسنيو په همدې ورځ د عمران خان په حواله وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ده ته د يوه پيغام په لېږلو سره له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې په سوله ييزو خبرو اترو کې د طالبانو د بيا ګډون کولو لپاره کوښښ وکړي.
ټرمپ په دې پيغام کې ويلي دي، چې د افغانستان جګړې امريکا او پاکستان ته ستر زيانونه رسولي دي، دواړه هېوادونه بايد د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره همکاري وکړي او خپلمنځي همکاريزې اړيکې يو ځل بيا ټينګې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |