CRI Online

د امريکا د لوبيا ټولنې د دې هرکلی کړی چې چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي مسئلو په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-04 15:12:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د لوبيا ټولنې د نومبر په ۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی د دې هرکلی کوي چې د چين او امريکا مشرانو څو ورځې مخکې د اقتصادي او تجارتي مسئلو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. دوی همدارنګه غوښتنه وکړه چې دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې دې ژر تر ژره بيا جوړې شي او د دايمي متقابلو ګټو هوکړه دې وکړي شي.

د امريکا د لوبيا ټولنې رئيس جون هېسدورفير په دې اعلاميې کې وويل، د دواړو هېوادونو مشرانو له دې سره موافقه کړې ده چې دواړه هېوادونه به لازم تدبيرونه ونيسې څو چې د تجارتي اصطکاک د نرمولو لپاره کوښښونه وکړي، دا د امريکا د لوبيا بزګران د تېرو مياشتو د لوبيا بيې د کموالې راهيسې لومړنی ښه خبر دی.

په دغه اعلاميه کې هم راغلي هيله ده چې دواړه هېوادونه به د سلامشورو له لارې يوې دايمي هوکړه ته ورسيږي او د ګډو ګټو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به بيا جوړې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای