CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې چين په نړۍ کې د ۲۰۱۷ کال د ملکيت حقونو د غوښتلو په نوملړ کې لومړی ځای ونيوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-04 15:48:51

په چين کې د ساينس او تکنالوژۍ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د دسمبر په درېيمه نېټه د نړۍ د پوهنې ملکيت حق د شاخص(انډېکس) په اړه کلنی راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې په ټوليزه توګه د پوهنې د ملکيت حق ۳۱۷۰ زره غوښتنليکونه وړاندې شوي او دغه شمېر د پرله پسې اتم کال لپاره زيات شوی او زياتوالی يې ۵.۸٪ ښودل شوی دی. دغه راز په نړۍ کې د سوداګريزو نښو د ملکيت حق د غوښتلو شمېر ۱۲۳۹۰ زره و او د صنعتي توکو د ظاهري ډيزاين د ملکيت حق د غوښتلو شمېر۱۲۴۰ زره ښودل شوی دی.

چين په يادو دريو ډولو شمېرو کې د نړۍ لومړی ځای نيولی او له دې جملې څخه يې د پوهنې ملکيت حق د غوښتلو شمېر ۱۳۸۰ زرو ته رسيدلی چې د تاريخ نوی ريکارډ يې ټينګ کړی دی. په چين کې د سوداګريزو نښو د ملکيت حق د غوښتلو شمېر ۵۷۰۰ زره دی او د صنعتي توکو د ظاهري ډيزاين د ملکيت حق د غوښتلو شمېر پکې ۶۲۸۶۵۸ ته رسيدلی چې د نړۍ ۵۰ عشاريه ۶٪ برخه يې نيولې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای