CRI Online

امريکا کې به د انسانانو د جين اېډيټ وازمويل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-04 16:01:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جين د اېډيټ يا بدلولو په اړه يو امريکايي شرکت پدې وروستيو کې اعلان وکړ چې د CRISPR په نوم د جين اېډيټ له تخنيک څخه په استفادې د سترګو د يو ډول ارثي ناروغۍ درملنه به وازمويي او پدې اړه يې غوښتنليک د امريکا د ادارې نظارتي ارګان لخوا منل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه ازموينه کې به د هغو ناروغانو په سترګو کې د انځور اخيستونکو( photoreceptor cell ) حجرو جين اېډيټ شي چې پر ارثي اماروسيس(amaurosis ) ناروغۍ اخته دي.

د EDIT-101 په نوم د يادې ناروغۍ د درملنې چاره د امريکا د ايډيتاس او اليرګان کمپنيو لخوا په ګډه څېړل شوې ده. ايډيتاس طبي کمپنۍ په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د درملنې دغه ډول چاره ښايي په نړۍ کې لومړنۍ چاره وي چې د انسانانو په وجود کې د CRISPR تخنيک په کارولو سره ترسره کيږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای