CRI Online

د IOC د مرستیال کوچنی سمارنچ: زموږ د درېو نسلونو ژوند د چین سره نژدې اړیکې لري

cri     (GMT+08:00) 2018-12-04 16:04:08

د هسپانيا د مادريد ښار په اربیسو ولسوالۍ کې يوه ښکلې سپینه ودانۍ شتون لري او په دې ودانۍ کې تاسو چیني دود احساس کولی شئ. په يوه لرغونې چینايي المارۍ کې، چې د ګلونو او مرغانو انځورونه جوړ شوي، ډېر چيني کتابونه شته. د کور خاوند، د اولمپيک د نړیوالې کمیټې اوسنی مرستیال کوچنی سمارنچ په افتخار سره وویل چې په دې کور کې چیني توکي د دې څرګندوي چې د دغه کورنۍ دريو نسلونو له چین سره نژدې اړیکې پاتې شوې دي.

کوچنی سمارنچ د اولمپیک د نړیوالې کمیټې د پخواني مشر جوان انتونیو سمارنچ زوی دی. سمارنچ د هسپانيا يو سپين ږيری و چې په خپل ټول ژوند کې يې له چین سره ډېره مینه درلوده. هغه کله چې دIOC د مشر په توګه دنده درلوده، نه يوازې د ۲۰۰۸ کال د اولمپيک دوبنيو لوبو د تر سره کولو کې د چين له غوښتنې څخه يې ملاتړ وکړ، بلکې د اولمپيک په نړيوال کور کې يې د چين د ګډون لپاره ډېر خدمتونه برابر کړل.

د خپل ځوانۍ په مهال کې سمارنچ په شوروی اتحاد او مغولستان کې د هسپانيا د سفير په توګه دنده تر سره کړې، نو له چين سره ډېره اشنا و. د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې سمارنچ د المپیک لوبو د دودولو په وخت کې د چین له ګډون څخه ملاتړ وکړ. په هغه وخت کې داسې کړنه د نورو کسانو لخوا نه شوای درک کېدای، خو د کوچنی سمارنچ په اند، له چين سره د خپل پلار مينه او ملاتړ يې اتفاقي نه و. هغه ويلې، زما پلار څو ځلې ما ته ویلي وو چې له چين پرته اولمپیک لوبې په نړيوالو لوبو نه شوای ګرځېدلی. نه يوازې چين اولمپيک ته اړتيا لري، بلکې اولمپيک هم چين ته اړتيا لري.

سمارنچ يو وخت په ژور احساس سره وویل: په تېرو ۳۰ کلونو کې مې له چين څخه ۲۹ ځله لیدنې کړې. له چین څخه مې مینه او ملګرتیا ترلاسه کړې او پر دې پوهېدلی يم چې چینايانو مینه او درناوی لري. سمارنچ هم د خپلو کارونو له لارې له چين سره مينه څرګنده کړه او د چين په سپورټي تاريخ کې يې ځان شامل کړ. په ۱۹۷۹ کال کې چین د اولمپیک کورنۍ ته راستون شو، سمارنچ د دې لپاره ډېره هڅه کړې وه. په ۱۹۸۴ کې شيو هایګ فنګ د امریکا په لاس اینجلس کې د چین لپاره د اولمپیک لومړنی طلايي مډال ترلاسه کړ، سمارنچ په خپله یو انعام ورکړ. د ۲۰۰۱ کال د جولای په ۱۳ مه شپه بې شمېره چینايان ډیره خوشحاله و چې سمارنچ د ۲۰۰۸ کال د المپيک لوبو د کوربتوب حق د اعلانولو په مراسمو کې نړۍ ته بېجينګ نوم وړاندې کړ.

سمارنچ وویل چې په خپلو ټولو افتخاري لقبونو کې دې ته يې ډېر په درنه سترګه کتلي چې نوم يې د چينايي ترمنځ د ښه ملګري په توګه يادېږي. د ۲۰۰۸ کال د اګست په ۲مه نېټه د چين د دولتي سپورټي ادارې سمارنچ ته د چين د اولمپيک کميټې لوړ افتخاري مډال ورکړ.

کوچنی سمارنچ وویل: په ۲۰۱۰ کې زما پلار له نړۍ څخه لاړ. زه او زما زوی به د هغه د هيلو پوره کولو لپاره هڅې وکړو چې د چين او لوېديځې نړۍ ترمنځ دوستۍ ته وده ورکړو. له دې امله يې له چين سره سمارنچ صندوق جوړ کړی دی څو چې د اولمپيک روحيه لوړه او دود کړي او د چين سپورټي چارې ښه پرمختګ ومومي.

کوچنی سمارنچ د بې شمېرو ځلو لپاره چین ته تللی دی. خو هر ځل د چین د چټک پرمختګ په اړه حيران شوی دی. هغه وویل، نه يوازې د چين د اقتصاد او تأسيساتو چټک پرمختګ مې ليدلی دی، بلکې د چين نور ښه چاپيريال مې هم احساس کړی دی. په وروستيو څو کلونو کې په بېجينګ کې اسمان لا شين شوی، ښار لا پاک شوی او د خلکو د ژوند کولو حالت هم روغ او ښه شوی دی.

کوچنی سمارنچ به په نژدې راتلونکې کې يو ځل بيا چين ته راشي. د چين له خلکو سره يې د دوستۍ له امله، چين د هغه او د هغه کورنيو لپاره دوهم ټاټوبی دی. هغه وويل، زموږ د دریو نسلونو ژوند له چین سره نژدې اړیکې لري. د ژبو د خنډونو سره سره، د تېرو څو کلونو په اوږدو کې زموږ کورنيو د چینایي خلکو سره د پاملرنې وړ ډېر ګران ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په راتلونکې کې به موږ د چين او لوېدیځې نړۍ ترمنځ د دوستۍ لپاره او د چين د سپورټي چارو د پرمختګ لپاره هڅه وکړو، دا زموږ د کورنۍ یو لوی افتخار دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای