د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د دسمبر په څلورمه نېټه په بروکسيل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې وويل، چې روسيې د منځني واټن د باليستيک توغندي له تړون څخه سرغړونه کړې ده، که روسيه ياد تړون په پوره ډول مراعات نه کړي ، امريکا به ۶۰ ورځې وروسته په دې تړون کې خپلې دندې پرېږدي.
د ناټو سرمنشي جينس ستولتنبرګ په همدې ورځ وويل، چې د ناټو غړي هېوادونه ټول پدې نظر دي چې د روسيې لخوا د SSC-8 ډول کروز توغندي جوړېدل د منځني واټن د باليستيک توغندي له تړون څخه سرغړونه ده . برسيره پردې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر په څلورمه نېټه وويل، چې له ۲۰۱۳ کال څخه راپدې خوا امريکا څو څو ځلې روسيې ته د ياد ډول کروز توغندي د جوړېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې، خو روسيې پدې اړه امريکا ته هيڅ ځواب نه دی ورکړی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ماريا زاخروا د روانې مياشتې په څلورمه نېټه وويل، روسيې د منځني واټن د باليستيک توغندي تړون ټينګ مراعات کړی او کوي يې او دغه ټکی امريکا ته ښه معلوم دی.(زرينه )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |