CRI Online

شي جين پينګ د پورتګال له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 09:37:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۴ نېټه د پورتګال له ولسمشر مارسيلو ريبيلو دې ساوسا سره وکتل. دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د چين او پورتګال تر منځ د همکاريو او دوستۍ د هڅونې او نوي پړاو ته د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د لوړتيا لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

له نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او پورتګال د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له ۳۹ کلونو څخه راپدېخوا تل د متقابل تفاهم، متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ اصولو مراعات کړي دي. د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د نړيوالو حالاتو له بدلونونو سره سره تل په سالم او ثابت ډول پرمختګ کړی. موږ دواړې خواوې به کلتوري تګ راتګ ژور کړو، په ليسبون کې د چيني کلتوري مرکز د جوړونې کار به چټک کړو، په تعليمي، سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې به يو له بل سره د نظريو تبادلې پياوړې کړو او د څو اړخيزې غوښتنې او ازاد تجارت د ساتنې لپاره به ګډ کوښښونه وکړو.

ښاغلي ساوسا وويل، پورتګال غواړي چې په تجارتي، پولي او کلتوري چارو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي. پورتګال د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنې ملاتړ کوي او غواړي چې په اروپا کې د ورېښمو د ځمکنۍ او سمندري لارو د محوري سټيشن په توګه رول ولوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای