CRI Online

د روسيې د ولسمشر سلاکار: مسکو چمتو دی چې له واشنګټن سره خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 09:56:19

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر سلاکار يوري وشاکوف د دسمبر په څلورمه نېټه وويل چې مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو کړی دی، خو هغه غوښتنه ونه کړه چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د مشرانو په کچه خبرې اترې دې تر سره شي.

نوموړي په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې ټرمپ د شلو هېوادونو ډلې د ديارلسمې سرمشريزې غونډې په موده کې د مشرانو په کچه خبرې اترې لغوه کړې چې مخکې پلان شوې وې، روسيې په دې اړه متاسفه ده. روسيې د خبرو اترو تيار کړی دی. که څه هم د مشرانو په کچه خبرې اترې ډېرې مهمې دې، خو روسيه دغه غوښتنه نه لري چې دا د امريکا په خپله پريکړه پورې اړه لري. روسيې ته مالومه ده چې امريکا خبرو اترو ته چمتو ده، خو د مشخص ځای او مهال ويش په اړه تر اوسه پريکړه نه ده شوې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای