د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فرانسې صدراعظم فيليپ د دسمبر په ۴مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت به د ۶ مياشتو لپاره پر پټرول باندې د مالياتو زياتوالی وځنډوي، په عين وخت کې به پر ډيزل او پټرول متحدو مالياتو پلي کولو معطل کړي.بر سېره پر دې،د روان کال په ژمي کې به حکومت د طبيعي ګازو او برېښنا بيه لوړه نه کړي. پر پټرول د ځانګړو مالياتو زياتوالي د تعليق په موده کې ،حکومت به د مالياتو او عامه لګښتونو په اړه پراخ بحثونه تنظيم کړي.
له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د فرانسې حکومت سږکال پر پټرول باندې ځانګړې ماليه لوړه کړې او پلان لري چې د راتلونکي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پر پټرول باندې د ځانګړو مالياتو زياتوالي ته ادامه ورکړي.فيليپ وويل چې اوس فرانسه په اروپا کې ترټولو لوړه ماليه لري. د فرانسې د مالياتو سيسټم پيچلی دی او بايد نور هم شفاف شي. هغه زياته کړه چې د فرانسې حکومت د امنيتي ځواکونو، عامه ودانيو او سوداګرو په وړاندې تاوتريخوالی نه مني. هغه وويل چې د تاوتريخوالي په پېښو کې د فرانسې د خلکو ملکيتونه خراب کړي او دوی ته به سزا ورکړای شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |