CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند پر اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو د چين او امريکا ترمنځ د سلامشورو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 11:12:52

د سينهوااژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د دسمبر په پنځمه نېټه پر اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو د چين او امريکا ترمنځ د سلامشورو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ويې ويل چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ خبرې اترې ډېرې بريالS وې، نوموړي د دغو خبرو اترو پر تطبيق باور وښود.

نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د دواړو خواوو اقتصادي او سوداګريزې ډلې به په ۹۰ ورځو کې له ټاکلي مهال وېش او کړنلارې سره سم سلامشورې وکړي.چين به هغو تفصيلي چارو ته لومړيتوب ورکړي چې وړاندې پرې موافقه شوې ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ارجنټاين په پلازمينه بوينوس ايريس کې ماښامنۍمېلمستيا او کتنه وکړه، دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې يو د بل پر توليداتو به نور ګمرکي ماليات ونه لګوي او له خپلو اقتصادي پلاويو څخه يې وغوښتل چې پر همدې موضوع دې سلامشورې چټکې کړي څو د ګډو ګټو پر بنسټ د يو تفصيلي تړون په اړه موافقې ته ورسيږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای