CRI Online

روحاني : امريکا د ايران د اومو نفتو صادرولو د مخنيوي توان نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 11:54:29

د ايران ولسمشر حسن روحاني د دسمبر په څلورمه نېټه د دغه هېواد په سمنان ولايت کې د يوې غونډې پر مهال وويل، امريکا د ايران د اومو نفتو صادرولو د مخنيوي توان نه لري.

نوموړي په همدې ورځ د خپلې وينا پر مهال يو ځل بيا څرګنده کړه چې امريکا د ايران د نفتو پر حمل ونقل د بنديز لګولو توان نه لري. که ايران د امريکا د بنديز له امله خپل نفت نه شي صادرولای ، نو د خليج ګردې سيمې د نفتو صادرول به هم له خنډ سره مخ شي.

دا د سږکال له جولای وروسته د حسن روحاني دوهم ځل دی چې وايي ايران د هورموز تنګي د بندولو وړتيا لري چې د نړۍ د اومو نفتو د حمل ونقل لپاره مهمه لاره ګڼل کيږي. همدارنګه نوموړي پر ايران د امريکا د بنديزونو د بيا لګولو له امله د رامنځته شوو اقتصادي ستونزو په اړه وويل، که څه هم اوسمهال ستونزې موجودې دي، خو ايران په سخت پولي تورم او په لويې پيمانې د بې کارۍ په اړه اندېښنه نه کوي، ځکه حکومت به د نوې بودجې له لارې يوشمېر ستونزې حل کړي او د مامورينو او تقاعد شويو کسانو معاش به په سلو کې شل لوړ کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای