CRI Online

چين وايي چې دا د خوښۍ خبره ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې په پر له پسې توګه ښې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 14:27:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په ۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو له دوامداره پرمختګ څخه خوښ دی او د دواړو هېوادونو ملاتړ کوي چې د افغان مسئلې په اړه خپلمنځي تماسونه او همکارۍ پياوړې کړي.

د خبر له مخې،د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان ته په يو ليک کې ويلي چې د افغان مسئلې د حل لپاره د پاکستان ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري ،امريکا غواړي له پاکستان سره د اړيکو د ښه والي لپاره کوښښ وکړي او پر دې يې ټينګار وکړ چې امريکا او پاکستان بايد د همکارۍ د پياوړتيا او د همکاريزو اړيکو د بيارغونې لپاره د فرصتونو په لټه کې وي.ځينو خبريالانو وپوښتل چې په دې اړه د چين نظر څه دی؟

وياند ګنګ شوانګ وويل چې چين اړوند وضعيت ته پام کړی دی او د پاکستان او امريکا ترمنځ د ښو اړيکو هرکلی کوي.د پاکستان او امريکا د اړيكو ښه پرمختګ د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالو اوضاعو، په افغانستان کې د پخلاينې او بيا رغونې د ژر رامنځته کېدو او د سيمه ايزې سولې او ثبات لپاره ګټور دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای