CRI Online

د چين دولتي شورا د اوسمهال او راتلونکې يوې مودې لپاره د کار او استخدام د نظرونو سند خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 14:45:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د اوسمهال او راتلونکې يوې مودې لپاره د کار او استخدام د نظرونو سند پدې وروستيو کې د دغه هېواد د صدراعظم لي که چيانګ لخوا امضا او بيا د دولتي شورا په منظورېدو خپور شوی دی.

په دغه سند کې راغلي چې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکوره او د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيه بايد عملي شي، د کار روزګار د ثابت وضعيت په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا پرېکړې او پلانونه بايد په پوره توګه تطبيق شي، د کار روزګار ثابت وضعيت ته بايد ځانګړې پاملرنه ورکړل شي، روزنه بايد پياوړې شي، څو د اوسمهال او راتلونکې يوې مودې لپاره د کار روزګار موخه پوره شي او د کار روزګار وضعيت ثابت وساتل شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای