CRI Online

د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو مامورينو تر منځ د يوولسمې دورې خبرې اترې په واشګنټن کې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 15:03:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت دسمبر په څلورمه نېټه د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو مامورينو تر منځ د يوولسمې دورې خبرې اترې چې د چين د اقتصادي تګ راتګ نړيوال مرکز او د امريکا د سوداګريزې ټولنې لخوا يې مشري کېده، په واشنګټن کې تر سره شوې. د چين اقتصادي تګ راتګ نړيوال مرکز مشر ځنګ پې يان او د امريکا د سوداګريزې ټولنې مشر توماس دونوهوی، د پخوانيو حکومتي مامورينو او کارپوهانو په شمول څه دپاسه ۳۰ تنو په خبرو اترو کې ګډون درلود.

دا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کتنې وروسته د چين د صنعتي او سوداګريزو مشرانو، پخوانيو مامورينو او کارپوهانو لخواجوړ شوی لومړی چينايي پلاوی دی چې له امريکا څخه ليدنه وکړه. په خبرو اترو کې ګډونوالو استازو دا نظر څرګند کړ چې په ارجنټاين کې د دواړو هېوادونو مشرانو په ليدنه کې هوکړه وکړه چې په راتلونکې يوه موده کې دې د چين او امريکا د اړيکو لوری روښانه کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ سالمې او ثابتې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د چين او امريکا او د نړۍ له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د ذات البيني اړيکو د ژر بيا اعاده کيدو هڅونه کوي چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو ګډې هيلې دي. همکارۍ تل د چين او امريکا يوازينۍ ټاکنه ده چې بايد له لرې لحاظه د همغږۍ په وسيله توپيرونه حل کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای