CRI Online

شي جين پينګ د پورتګال له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 15:38:22

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په څلورمه نېټه د پورتګال له ولسمشر مارسيلو روبيلو دسوسا سره خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چين او پورتګال ترمنځ د سياسي اړيکو د څلوېښتمې کاليزې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستانه همکارۍ کې د نويو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د دوه اړخيزو اړيکو نوې پاڼه واړوي.

د چين او پورتګال ترمنځ دوستانه تګ راتګ اوږد تاريخ لري او د يادو اړيکو د ټينګېدو له ۳۹ کلونو راهيسې تل يو د بل درناوی کړی او د متقابل باور او ګډو ګټو پربنسټ يو له بل سره همکارۍ کړې. که څه هم د پيچلي نړيوال حالت پر وړاندې دوه اړخيزې اړيکې له ننګونو سره مخ شوې ، خو لاهم يې په سالمه توګه پرمختګ موندلی دی.شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې دواړه خواوې بايد په سياسي چارو کې متقابل باور او دوه اړخيز سياسي بنسټ ټينګ کړي .تر يادو خبرو اترو وروسته رئيس شي جين پينګ خبريالانو ته داسې وويل دواړه خواوې به د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ وساتي او د بېلا بېلو حکومتي څانګو، قانون جوړوونکو اورګانونو او سياسي ګوندونو ترمنځ د نظريو تبادلې به پياوړې کړي. د دې ترڅنګ موږ به د ګټو په تړاو د سترو مسئلو په هکله متقابل پوهاوي او ملاتړ ته ادامه ور کړو او د ستراتيژۍ له لحاظه به د اوږدې مودې لپاره دوه اړخيزو اړيکو ته پرمختګ ور کړو.

پورتګال چې جغرافيايي ستراتيژيک مقام يې ښه اومهم دی، د ورېښمو د ځمکني او سمندري لارو د تړلو لپاره يو مهم مرکز ګڼل کيږي چې دا د يو کمربند او يوې لارې په تړاو د چين او پورتګال ترمنځ د همکارۍ لپاره ډېرګټور دی.شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې په اړه د دوه اړخيزې همکارۍ د تفاهم ليک له لاسليکولو څخه په ګټه اخيستلو سره خپلمنځي تګ راتګ پرمخبوزي.هغه وويل دواړه خواوې به په هر اړخيزه توګه د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د ګډو ګټو پربنسټ د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره به نوې ساحې زياتې او فرصتونه زيات کړي.په ورته مهال کې دواړه هېوادونه به اوسنيو پروژو ته ادامه ور کړي او دوه اړخيز سوداګريز تګ راتګ به زيات کړي تر څو د همکاريو له لارې لازيات پرمختګ ومومي.سربېره پردې دواړه خواوې بايد د درېيمې خوا له بازارسره همکارۍ پياوړې کړي.

هغه زياته کړه چې چين او اروپا يو بل خپل هر اړخيز ستراتيژيک همکار بولي.چين تل د اروپايي هېوادونو له يو ځای کېدو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې پورتګال په اروپايي ټولنه کې د فعال رول لوبولو ته دوام ور کړي او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو سم پرمختيايی لوری وساتي.هغه وويل پورتګال د اروپايي ټولنې مهم غړی هېواد او د چين ښه دوست او همکار دی. دواړه خواوې به د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د ژورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي ، د م م په شمول نړيوالو سازمانونو کې به متقابل ملاتړ او همکارۍ پياوړې کړي ، د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله به خپلمنځي همغږي لازياته کړي او په ګډه به څو اړخيزم او د ازادې سوداګرۍ اړيکې وساتي.

ولسمشر دسوسا وويل چې راتلونکي کال به د پورتګال او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر وي.پورتګال تمه لري چې په اقتصادي، پولي او کلتوري برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دې ترڅنګ په پورتګال کې د چيني تصديو او شرکتونو د پانګونې هر کلي کوي.پورتګال د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې پورتګال په اروپا کې د ورېښمو د ځمکنو او سمندري لارو مرکز وګرځي.پورتګال د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو له لا ټينګېدو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د هغو هېوادونو او چين ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي چې پکې پورتګالي ژبه ويل کيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای