د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما چاو شيو د ډسمبر په ۴ نېټه وويل، نړيوالې ټولنې له پرمختللو هېوادونو څخه په ټينګه وغوښتل چې د پرمختګ لپاره د مرستې ژمنه پوره کړي او د منځني عوايد لرونکو هېوادونو په ګډون پرمختيايي هېوادونو ته د پرمختګ غوره اسانتياوې برابرې کړي.
هغه د م م د ۷۳ عمومي اسامبلې د منځني عوايد لرونکو هېوادونو په عالي رتبه غونډه کې وويل، اوس مهال د منځني عوايد لرونکو هېوادونو په ګډون د ګڼ شمېر پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې د پام وړ د پرمختګ ننګونې شتون لري. نړيواله ټولنه دې د م م په لارښونې منځني عوايد لرونکو هېوادونو کلک ملاتړ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |