CRI Online

چين د مايک پومپيو څرګندونې ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-05 20:08:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په پنځمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو څرګندونو ته ځواب ورکړ او هيله يې وښودله چې امريکا له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د تر لاسه شويو ګډو نظريو سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو او نړۍ خلکو ته نورې زياتې رښتينې ګټې ورسوي.

د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دسمبر په ۴مه نېټه په بروکسيل کې وويل، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ به د امريکا په مشرۍ يو نوی نړيوال نظام جوړ کړي. امريکا دا نه غواړي چې له مقرراتو او څو اړخيزو تړونونو څخه د چين، ايران او روسيې سرغړوونکي کړنې بيا ومني، امريکا به د م م، نړيوال پولي صندوق او نړيوال بانک د اصلاح ګامونه پورته کړي.

ګنګ شوانګ په دې هکله وويل، چې د امريکا يادې څرګندونې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د تازه ملاقات له روحيې سره سمون نه لري. څو ورځې مخکې دواړو مشرانو په ارجنټاين کې د جي شلو هېوادونو د سرمشريزې غونډې پر مهال کتنه وکړه او پر دې يې موافقه وکړه چې د ګډو ګټو پر بنسټ بايد همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږۍ، همکاريزې او ثابتې اړيکې ټينګې کړي.

ګنګ شوانګ پر دې ټينګار وکړ چې همکاري د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده او مبارزه د دواړو خواوو لپاره زيانمنه ده. چين هيله لري چې امريکا له چين سره د دواړو مشرانو د ګډو نظريو سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته سالم پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو او نړۍ خلکو ته نور زيات ښه خبرونه او ګټې ورسوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای