CRI Online

د چين د دفاعي چارو تصديو د مصر د دفاعي چارو په لومړي نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 09:50:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر د دفاعي چارو لومړی نړيوال نندارتون د دسمبر له ۳مې نيټې څخه تر ۵مې نيټې پورې د دې هېواد په پلازمينه قاهره کې تر سره شو چې د ۴۱ هېوادونو د پوځي چارو ۳۷۳تصديو په کې ګډون کړی و. او د چين د شمال صنعتي شرکت، د چين د باو لي ګروپ، د چين د هوانوردۍ صنعتي ګروپ، د چين د بيړيو جوړولو صنعتي ګروپ، د چين د الکترونيکي ساينس او تخنيکونو ګروپ په شمول په دفاعي چارو کې د مشهورو چيني تصديو پلاويو په کې برخه اخيستې وه. د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسي د دغه نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ له چيني تصديو څخه ليدنه وکړه او په چين کې د اړوندو پوځي توليداتو په هکله يې مالومات واوريدل .

ژباړونکې:ډيوه


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای