CRI Online

شي جين پينګ د پورتګال له صدراعظم انتونيو کوستا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 09:50:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په پنځمه نېټه په ليسبون کې د پورتګال له صدراعظم انتونيو کوستا سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبروکې په اشارې سره وويل چې دوه کاله دمخه له چين څخه د ښاغلي صدراعظم انتونيو تر ليدنې وروسته زمونږ ګډې نظريې پر همکاريزو لاسته راوړنو بدلې شوې دي،د چين او پورتګال ترمنځ دوه اړخيزې سوداګرۍ ښه پرمختګ موندلی او په مهمو ساحو کې يې پانګونې زياتې شوې او خپلمنځي همکارۍيې پياوړې شوې دي.اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په تر ټولو ښه پړاو کې دي او له نويو پرمختيايي فرصتونو سره مخ دي. چين غواړي چې له پورتګال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

کوستا وويل چې له پورتګال څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه مهم اهميت لري.پورتګال او چين چې عنعنوي دوستانه هېوادونه ګڼل کيږي، ښه دوستي لري او له اوږدې مودې راهيسې يې متقابل باور ټينګ کړی دی . پورتګال د پولي ثبات د ساتلو په برخه کې د چين له ملاتړ څخه مننه کوي او غواړي چې د دې فرصت په نيولو سره له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي .پورتګال د ورخلاصون له لارې له همکارۍ او ازادې سوداګرۍ څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په تړاو په ابادۍ کې ګډون وکړي ،ځکه چې دغه وړانديز د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا، د دوه اړخيزې سوداګرۍ او پانګونې د پرمخبيولو لپاره ګټور دی او په ورته مهال کې د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ د زياتوالي او د اسيايي او اروپايي همکارانو ترمنځ د متقابل باور د لا ټينګښت او د نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبيولو او نړيوالو ته د ګټو رسولو لپاره هم ډېر ګټور دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای