CRI Online

شي جين پينګ د پورتګال د پارلمان له مشر ايدواردو فيرو رودريګيوس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 10:00:07

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د دسمبر په ۵مه نېټه په ليسبون کې د پورتګال د پارلمان له مشر ايدواردو فيرو رودريګيوس سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې پورتګال په اروپايي ټولنه کې د چين ښه دوست او ملګری دی. چين او پورتګال په ۱۹۹۹ کال کې په مساعد ډول د مکاو مسئله حل کړه او د سلامشورو په وسيله يې د نړۍ د تاريخي مسئلې د حلولو يوه نړيواله نمونه جوړه کړه او په نوې پيړۍ کې د دواړو هېوادونو د ټينګښت لپاره د باور او همکارۍ بنسټ يې کېښود. په وروستيو کلونو کې د چين ملي ولسي کانګرس د پورتګال له پارلمان سره نژدې تګ راتګ ساتلی او فعالې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي.چين د عدلي چارو د نظارت، د هېواد د ادارې او سياسي چارو، د هېواد د ابادۍ او د خلکو د ژوند په شمول په يو لړ مسئلو کې د دواړو هېوادونو د عدلي څانګو تر منځ د همکاۍ ملاتړ کوي. د دواړو هېوادونو عدلي څانګې بايد د همکارۍ پټ توان خپور کړي، په پر له پسي توګه دې د د قوانينو او تګلارو چاپيريال کې ښه والی راولي او د دواړو هېوادونو د پانګوونکو تصديو او شخصيتونو قانوني حقوق او ګټې تامين کړي. دواړه خواوې بايد د بېلا بېلو هېوادونو د پارلمانونو د ګډې ټولنې په شمول له څو اړخيزو سازمانونو سره همغږۍ پياوړې کړي، ګډې ګټې دې وساتي او د نړيوالې سولې، پرمختيا او سمسورتيا لپاره دې خدمتونه تر سره کړي.

رودريګيوس وويل چې د پورتګال پارلمان د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د راتګ تود هرکلی کوي او د نوموړي دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لوړې سويې څرګندونې کوي. چين د پورتګال عمده سوداګريز همکار دی او دواړه خواوې پر څو اړخيزم ټينګار کوي. پورتګال د چين د پرمختيا د برياليتوبونو ستاينه کوي او هېله لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستۍ او باور پر لا زياتو همکاريزو لاسته راوړنو بدل شي او د اقتصاد او تجارت او کولتور په ګډو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي. پورتګال د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او په اروپا کې د دغه پلان يو محوري ځای ګرځيدلی شي. د پورتګال پارلمان له چين سره د اړيکو ژورتيا لپاره کوښښ کوي او د راتلونکې کال د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړولو د څلويښتمې کاليزې د نمانځنې په فعاليت کې به ګډون وکړي، د دواړو هېوادونو تر منځ دوستي ټينګه کړي او د چين له ملي ولسي کانګرس سره به اغيزمن تګ راتګ پياوړی کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای