CRI Online

د چين د ميډيا ګروپ او د پورتګال د راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن همکاريز تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 10:25:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين ميډيا ګروپ او د پورتګال د راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د ډسمبر په ۵مه نېټه په ليسبون کې همکاريز تړون لاسليک کړ چې دواړه خواوې د محتوياتو د تبادلې، د کارکوونکو تر منځ د تګ راتګ او د فلمونو اخيستلو په شمول ځينو برخو کې همکارۍ وکړي.

د تړون له مخې به دواړه خواوې په راتلونکو دريو کلونو کې د خپلو هېوادونو په خبري چارو کې د راډيو ګانو او تلويزيونونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو اړيکو د ساتلو لپاره به ريښتيني، غني او بډايه خپرونې وکړي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم او دوستۍ د ټينګښت لپاره د عامو افکارو ښه چاپيريال جوړ کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای