CRI Online

په راتلونکو دوو کلونو کې به د چين په کليوالو سيمو کې په شنو ونو پوښل شوی انډول دېرش سلنې ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 12:54:24

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين په کليوالو سيمو کې د ځمکو سمسورتيا غونډې خبر ور کړی چې چين به په کليوالو سيمو کې د ځنګلونو د کرلو له لارې د دغو سيمو د ځمکو سمسورتيا لپاره هڅې وکړي تر څو ښکلې کليوالې سيمې ابادې شي. تر ۲۰۲۰ کال پورې به د چين په کليوالو سيمو کې په شنو ونو پوښل شوی انډول دېرش سلنې ته ورسيږي او د دولت په کچه شل زره داسې کلي به جوړ شي چې ټول به يې به په ډېرو شنو ونو پوښل شي.

د ابتدايي شمېرنې له مخې د چين ۱۲م پنځه کلن پلان په موده کې د چين په کليوالو سيمو کې په شنو ونو پوښل شوی مساحت ۱۳ مليونه اته لکه او شپږوېشت زره هېکتارو ته رسيدلی او د يو مليون شپږ لکه او اوو دېرشو زرو کيلو مترو په اوږدوالي د لارو په اوږدو کې د ونو نيالګې کښنول شوې دي .د چين د ديارلسم پنځمه کلن پلان له پلې کېدو راهيسې د چين حکومت په دې برخه کې کارونو ته ادامه ور کړی او په کليوالو سيمو کې د چاپيريال د ښه والي لپاره يې ښه ايکولوژيکي بنسټ ايښی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای