CRI Online

په جاپان کې د امريکايي پوځ دوو الوتکو ټکر کړی او دواړه په ارام سمندر کې غوزځېدلې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 13:41:10

په جاپان کې د امريکايي پوځ دوو الوتکو ټکر کړی او دواړه په ارام سمندر کې غوزځېدلې دي

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جاپان راډيويي ټولنې د دسمبر په شپږمه نېټه خبر ور کړ چې په همدې ورځ په جاپان کې د امريکايي پوځ د ايواکوني اډې دوو الوتکو يو له بل سره ټکر وکړ او تر جنګېدو وروسته کوچي ولسوالۍ ته نژدې په ارام سمندر کې ولويدې . په دغو الوتکو کې اووه تنه سپاره وو چې تر اوسه يو تن ترې ژغورل شوی او نور لاهم تری تم دي. د دې هېواد د دفاع وزارت د خبر له مخې د همدې ورځې د سهار وختي په ۱ بجه او ۴۰ دقيقو د يادې اډې د FA18 په نوم يوې جنګي الوتکې د KC130 په نوم له هوايي ټانکر سره د کوچي ولسوالۍ جنوب خوا ته په سل کيلو مترې کې په هوا کې يو له بل سره ټکر وکړ او دواړه الوتکې يادې ولسوالۍ ته نژدې ارام سمندر کې وغورځېدې . په جاپان کې د امريکا سمندري پوځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه دوه الوتکې له يادې اډې څخه پورته شوې وې ،خو د همدې ورځې په سهاروختي يې يو بل سره ټکر وکړ . اوس اړوندې خواوې د دې پېښې د لامل پلټنه کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای