CRI Online

د چين او امريکا د صنعت او سوداګرۍ مشرانو او پخوانيو لوړپوړو چارواکو ‌په يوولسم ډيالوګ کې ګډه اعلاميه خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 14:52:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا د صنعت او سوداګرۍ مشرانو او پخوانيو لوړپوړو چارواکو يوولسم ديالوګ د ډسمبر په ۴ نېټه په واشنګټن کې د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز او د امريکا د سوداګرو ټولنې لخوا په ګډه تر سره شو. د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز مشر زنګ پې يان، د امريکا د سوداګرو ټولنې مشر توماس دونوهيو، د دواړو هېوادونو صنعت او سوداګرۍ مشرانو، پخوانيو لوړپوړو چارواکو او کارپوهانو په دې ډيالوګ کې ګډون کړی و او په خپرې شوې ګډې اعلاميې کې يې د چين او امريکا له حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې د متقابل اقتصادي اعتماد د اعادې لپاره پر وخت په بازار کې د شاملېدو شرايط د پراخېدو او د اموالو او خدمتونو چلند د لا ازادېدو تدبيرونه ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای