CRI Online

شي جين پينګ له هاسپانيا،ارجنټاين، پاناما او پورتګال څخه رسمي ليدنې پای ته ورسولې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 15:15:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له هاسپانيا، ارجنټاين، پاناما او پورتګال څخه رسمي ليدنې وکړې او د شلو هېوادونو ډلې په ديارلسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ،تر دې وروسته نوموړي د ډسمبر په شپږمه نېټه بېجينګ ته راستون شو.

په دې سفر کې له شي جين پينګ سره د ده مېرمن پنګ لي يوان،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سکتريت منشي او د چين د کمونېست ګوندد مرکزي کميټې مسئول دينګ شيوشيانګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو دفتر مشر يانګ جي څه او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کميټې مرستيال رئيس او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې مشر هه لي فنګ ملګرتيا کوله او ټول په يوه الوتکه کې بېجينګ ته راورسيدل.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای