CRI Online

د روسيې خارجه وزارت: د روسيې او چين تر منځ دوستانه اړيکې د نورو عواملو له امله نه دي ټينګې شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 15:16:23

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د خارجه وزارت وياندې ماريا زاخاروا د دسمبر په ۵مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې روسيه او چين خپلمنځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او دغه اړيکې د نورو عواملو له امله نه دي جوړې شوي .

نوموړې په همدې ورځ د شلو هېوادونو ډلې د ديارلمسې سرمشريزې غونډې په موده کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د کتنې په هکله وويل چې روسيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. دواړه خواوې خپلکمنځي دوستۍ ته ارزښت ورکوي او دغه اړيکې د نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو ته په کتو نه دي جوړې شوي بلکې دواړه هېوادونه ګاونډي هېوادونه دي او سرحدي کرښو، جغرافيې، تاريخ او د خلکو شريکو ګټو يې خپلمنځي اړيکې جوړې کړې دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای