CRI Online

په پاکستان کې د چين سفارت او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د افغان کډوالو له کمپونو څخه راغلو زده کوونکو ته بسپنې ور کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 15:55:09

په پاکستان کې د چين سفارت او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر په پنځمه نېټه په ګډه په دې وزارت کې د افغان کډوالو له کمپونو څخه راغلو زده کوونکو ته د بسپنې ور کولو مراسم تر سره کړل او په اسلام اباد او روالپينډۍ کې د افغان کډوالو له ځينو ښوونځيو څخه راغلو دوو سوو زده کوونکو ته يې د بېکونو، کتابونو، جامو او بوټانو په شمول د ژوند د اړتيا وړ توکي ور کړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې دي او د تاريخ، مذهب او کلتور په برخو کې يو له بل سره نژدې اړيکې لري.له څلوېښتو کلونو راهيسې پاکستان څه باندې درې مليونه افغان کډوال منلي او په دې هېواد کې د زده کړې لپاره يې شپږو زرو افغان زده کوونکو ته سکالرشيبونه ور کړي دي. اوس د دغو کمپونو شاوخوا پنځوس زره زده کوونکي له پاکستاني ښوونځيو څخه فارغ شوي او د هېواد د ابادۍ لپاره افغانستان ته ستانه شوي دي. پاکستان به په راتلونکې کې له چين سره د افغانستان د سولې بهير لپاره خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ وويل چې له دغو مراسمو څخه ښکاري چې چين، پاکستان او افغانستان د افغانستان د لاښې راتلونکې د برابرولو لپاره ګډې هڅې کړې او کوي يې. هغه وويل چې چين له پاکستان او افغانستان سره دوستانه همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او په فعاله توګه د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له ښه والي او پرمختګ څخه ملاتړ کوي. چين غواړي چې له پاکستان او افغانستان سره يو ځای د دريو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ ډيالوګ پرمخبوزي ، په سياسي چارو کې د متقابل باور او روغې جوړې،د همکارۍ او تګ راتګ ، په امنيتي چارو کې د خپلمنځيو همکاريو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله دريو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي او په ګډه دې د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات د ساتلو او د سيمه ييز تګ راتګ او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای