CRI Online

چين په ګرده نړۍ کې د فضايي چارو د پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 16:42:38
چين په ګرده نړۍ کې د فضايي چارو د پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی

د اروپا مشورتي شرکت چې په نړۍ کې د سپوږمکۍ چارو د مشورې او تحليل په برخه کې يو صلاحيت لرونکی شرکت بلل کېږي، د ډسمبر په پنځمه نېټه په بېجينګ کې يو راپور خپور کړ. په دې راپور کې يې په راتلونکو پنځو کلونو کې د فضايي چارو وضعيت وړاندوينه کړې، او په راتلونکي کې د مشتريانو اړتياوې يې تحليل او د سپوږمکۍ د خدمتي چارو د پرمختيا حالات څېړلي او تصديق کړي دي. راپور کې پدې باور ښودل شوی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړيوالو سوداګريزو فضايي چارو وده به دوام ومومي، چين د فضايي صنعت د پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی.

سږکال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له 40 کليزې سره برابر دی. له 40 کلونو راهيسې، چين د هوانوردۍ په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د چين د سپوږمۍ پلټنې پروژې پرمختګ کړی، د بې دو په نوم د ترافيکي لارښوونې پروژه يې په نړيواله شبکه کې ځای کړې، د ليرې کنټرولونکي سپوږمکۍ په اړه يې سوداګريزې چارې فعالې کړي او د مخابراتي سپوږمکۍ چارې يې د لا پراخېدو په حال کې دي. په همدې ورځ په بېجينګ کې د فضايي چارو د نړيوال کېدو په شپږم فورم کې د اروپا د مشورتي شرکت اجرائيوي مشر پاکم ريويلون وويل چې چين د فضايي صنعت د پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی. هغه وويل

((دوه اوونۍ دمخه مو د چين د فضايي چارو راپور خپور کړ. زما په اند د چين فضايي چارو ډېر چټک پرمختګ کړی، د ټېکنالوژيکي نوښت او د توغول شويو سپوږمکيو شمېر، او د سپوږمکۍ چارو سيستم يې د ګړندي پرمختګ په حال کې دی. برسيره پردې، چين د ډېرو هېوادونو د هوانوردۍ له ادارو سره زياتې همکارۍ کړي او کوي يې، نو د فضايي چارو د نړيوال کېدو بهير يې ډېر چټک دی. د دې ترڅنګ، د فضايي چارو په اړه د چين د ځوان نسل پاملرنې او پټ ځواک هم ما ته ژوره خاطره بښلې ده. ))

په دې وروستيو کلونو کې چين د شخصي تصديو هڅه کړې چې په فضايي چارو کې ګډون وکړي او دغه راز د چين د هوانوردۍ سوداګريزو چارو ګړندی پرمختګ موندلی، د بازار پيمانه يې په چټګه توګه پراخه شوې او د هوانوردۍ د سوداګريزو چارو پوره ځنځير يې جوړ کړی دی. د چين د چانګ چنګ د صنعتي شرکت مرستيال مشر هه شينګ وويل

((د هوانوردۍ چارو په اړه عنعنوي او نويو شرکتونو او سرمايه لګوونکو ټولو د چين د هوانوردۍ له سوداګريزو چارو څخه ډېر ملاتړ کړی او کوي يې. د چين د هوانوردۍ چارو په اړه تصدۍ نږدې د سپوږمکۍ او راکټ د طرحه کولو او جوړولو او ټاکلې پټلۍ ته د سپوږمکيو د توغولو او کارولو په شمول سوداګريز ځنځير کې پوره ګډون لري. ))

د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال په نړۍ کې د فضايي چارو عمومي سوداګريز ارزښت 383.5 مليارډو ډالرو ته رسېدلی او د هوانوردۍ د سوداګرۍ بازار اندازه 308.5 مليارډه ډالره وه چې د فضايي چارو په برخه کې د اقتصادي پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی.

د اروپا مشورتي شرکت په دغه فورم کې د سپوږمکۍ د خدماتو د راتلونکي په اړه يو راپور خپور کړی چې له مخې يې په وروستيو کلونو کې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو په فضايي چارو کې پانګونې کمې کړي، خو په ګرده نړۍ کې د هوانوردۍ سوداګرۍ لا هم ګړندی پرمختګ موندلی دی. د اروپا د مشورتي شرکت اجرائيوي مشر پاکم ريويلون وړانديز وکړ چې د چين د هوانوردۍ سوداګري بايد له کورني بازار څخه ګام په ګام د نړيوال بازار پر لور ولاړه شي. هغه وويل

((د چين د هوانوردۍ سوداګريزې چارې تازه پيل شوي او ډېره ښه اينده لري. په دې برخه کې چين بايد د اړوندو شخصي تصديو پرمختيا د هڅولو لپاره نړيوال همکاران ولټوي او نړيوال بازار ته دې ننوځي. د اروپا، امريکا، روسيې او جاپان په بازارونو کې د حکومت د پانګونو په نسبت د هوانوردۍ سوداګري د لا چټک پرمختګ تمايل لري، په چين کې هم ورته تمايل شته دی. )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای