CRI Online

د څواړخيزې نړۍ لپاره د هيلې کړکۍ پرانيستل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 18:55:19

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اروپا او لاتيني امريکا له څلورو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړې او په بيونس ايرس کې يې د جي شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ، تر دې وروسته نوموړی د دسمبر په ۶مه نېته بېرته بېجينګ ته راستون شو. په پورټکال کې شي جين پينګ چيني او بهرنيو خبريالانو ته د دې سفر د يادولو په وخت کې وويل، هغه د نړيوالې سولې او ثبات، د هېواد د پرمختګ او سمسورتيا او د نيکمرغه ژوند او کار په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو هيله احساسول کړې ده. نوموړي وويل، چې که څه هم نړۍ له ډول ډول مسئلو او ننګونو سره مخامخ ده، چين به تل تر تله د متقابل درناوي او عادلانه سلامشورو پر بنسټ پر سوله ييز پرمختګ او ګډې همکارۍ ټينګار وکړي او له نورو هېوادونو سره د انساسانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

د نړيوالو مسئلو او ننګونو حل د بېلا بېلو هېوادونو سلامشورو ته اړتيا لري. دغه سفر ته په کتو دا ليدل کېږي چې چين هميشه په صميميت د نورو هېوادونو غږ اوري او د ستونزو د حل په چارو کې له نورو هېوادونو سره سلامشوره کوي، چين هميشه له څو اړخيزم څخه د ملاتړ پلان وړاندې کوي او د همکارۍ غوښتنه کوي، چين هميشه په دوه يا څو اړخيزو غونډو کې د نظر پراخه ساحه او مسئولانه رويه ښکاره کوي.

له هسپانيا، ارجنټاين، پاناما او پورټګال سره د چين په ګډو اعلاميو يا خبرپاڼو کې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د يادو څلورو هېوادونو د پرمختيايي پلانونو ترمنځ ستراتيژيک پيوستون ډېر ياد شوی، دا په براخه ساحه کې د منلو وړ نوی ماډل ګرځيدلی چې دواړه خواوې به تر ياد چوکاټ لاندې د درېيمې خوا بازاري تبادلې او همکارۍ وکړي او په لا لويه برخه کې به ګډې ګټې پيدا کړي.

د پام وړ ټکی دا دی چې چين تل د اروپا يووالي بهير ته په درنه سترګه ګوري او ورڅخه ملاتړ کوي. هسپانيا او پورټګال د اروپايي ټولنې مهم غړي هېوادونه دي. د چين او هسپنيا، د چين او پورټګال ترمنځ په ګډو اعلاميو کې دا څرګنده شوې چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د اروپايي ټولنې د پرمختيايي ستراتيژۍ ترمنځ د پيوستون ملاتړ کوي. له دې څخه ښکاري چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د تطبيق له پنځو کلونو راهيسې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا، د پيوستون او شراکت او د سيمه ييزې سمسورتيا د هڅونې مهمه نقشه او ډګر ګرځيدلی دی.

شي جين پينګ په زياتو څو اړخيزو او دوه اړخيزو غونډو او ملاقاتونو کې د نړۍ د لومړي لوی پرمختيايي هېواد د مشر په توګه په خپلو خبرو کې د څو اړخيزم په اړه د پرمختيايي هېوادونو ګډې نظريې بيان کړې او غوښتنه يې کړي چې په نړيوالو سوداګريو چارو کې بايد د ورخلاصون، ټول شمويت او مقرراتو په شمول پر دريو لارښوونکو اصولو ټينګار وشي، د پرمختګ مسئلې ته دې لومړيتوب ورکړل شي او د لويو هېوادونو ترمنځ مثبتې راکړې ورکړې دې رامنځه شي. په نړيواله ټولنه کې د ده ويناوو او خبرو پراخ هرکلی شوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای