CRI Online

د چين او امريکا د سوداګرۍ او تجارت د ګروپونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري په ښه ډول روانېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-06 21:13:26

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د دسمبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، اوس د چين او امريکا د سوداګرۍ او تجارت د ګروپونو ترمنځ خبرې اترې او همکارۍ په ښه ډول روانېږي، چين په راتلونکو ۹۰ ورځو کې د تړون د تر لاسه کولو په اړه لوی باور لري.

ګاو فنګ په همدې ورځ د ياد وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، په ارجنټاين کې د چين او امريکا د مشرانو په خبرو اترو کې د سوداګريزو او تجارتي مسئلو په اړه مهمه موافقه تر لاسه شوې ده. په راتلونکې کې به د دواړو خواوو د سوداګرۍ او تجارت ګروپونه د زراعتي توليداتو، انرژۍ او موټرو په برخو کې ياده موافقه پلې کړي.

ګاو فنګ وويل، په راتلونکو ۹۰ ورځو کې به چين او امريکا د متقابل احترام، مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د مهمو او لويو مسئلو په اړه سلامشوره وکړي او د موافقې د تر لاسه کولو لپاره به هڅه وکړي څو زيات شوي ګمرکي ماليات لغوه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای