CRI Online

د پاکستان پوځ په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد اغيزمنه مبارزه کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-07 10:15:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د دريو ځواکونو د مطبوعاتي ادارې مشر اصفر غفور د ډسمبر په شپږمه نېټه وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد اغيزمنه مبارزه کړې چې له امله يې امنيتي وضعيت په څرګنده ډول ښه شوی دی.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې ۴۴ ځلې د ترهګرۍ ضد عمليات تر سره کړي،څو زره شکمن کسان او شاوخوا ۳۲ زره ناقانونه وسلې يې نيولي چې له امله يې د ترهګرو د پيسو ځنځير هم زيانمن شوی دی.

هغه زياته کړه چې اوس په خيبرپښتونخوا ايالت کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی، نو د پاکستان امنيتي ځواکونه به په عمده توګه په بلوچستان ايالت کې له امنيتي ګواښونو سره مقابله وکړي او له ۶۵ زرو څخه تر اوياوو زرو پورې امنيتي ځواکونه به په دې ولايت کې ځای پر ځای کړي.

هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي کرښه کې د پاکستان پوځ له خوا د لګول شوي ازغن تار په هکله وويل چې د دې پروژې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله والو تګ راتګ او د بريدونو مخنيوی دی ، اوس د څه باندې شپږو سوو کيلو مترۍ په اوږدوالي سرحدي کرښه کې د دې پروژې ځينې برخه جوړه شوې او نورې به يې د راتلونکي کال په پای کې بشپړې شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای